IQNA

 د مراکش یو فټبالر وائي،له هرې سیالۍ او مشق څخه مخکې له ماسره قرآن موجود وي

14:09 - November 13, 2022
د خبر لمبر: 3486452
ایکنا-(تهران)د مراکش د فټ بال ملی لوبډلې یو ترټولو ځوان لوبغاړي په یوه کلیپ کې چې په ټولنیزو چینلونو کې ئې ډیرهرکلی شوی دی، له قرآن کریم سره دخپلې مینې او انس خبرې کوي.

ایکناخبری آژانس د سایټ له قوله راپور راکړ،د مراکش د فټ بال ملی لوبډلې د ترټولو ځوان لوبغاړي  بلال الخنوس الطواندونس یو کلیب چې له قرآن کریم سره خپل انس  او خپل صمیمیّت  بیانوي ، په ټولنیزو چینلونو کې ئې ډير تود هرکلی شوی دی.

 اتلس کلن الخنوس،د قطر د ۲۰۲۲کال د فټ بال په نړیوالوسیالیو کې د شتون لپاره د مراکش  ملی ټيم د لوبغاړو په نهائي لیسټ کې په شتون سره دحیرانونکي لقب  ترلاسه کړی دی.

 الخنوس له سپورټي سایټ سره په خبرو کې د خپلو ښو عادونو او دیندارۍ په باب خبرې کړي او وائي چې د خداي تعالی له کتاب قرآن سره ډيره مینه لري او له هرې سیالۍ او رسمي مشق او تمرین کې له شتونه مخکې د هغه لومړني ملګری قرآن کریم دی چې له ځان سره ئې ساتم.هغه وائي، ویاړم چې دین مو اسلام دی.زه په یوې ډيرې متدّینې کورنې کې لوي شوی یم او دعمر تر وروستیو پورې به د قرآڼ کریم په تلاؤت او لمونځ قایمولو کې خپل عادتونه محفوظ ساتم ،دا له ماسره ډيره مرسته کوي.

د مراکش دملی ټیم دغه لوبغاړي روښانه کړې ده،د قرآن لوستل ماته ډير آرامښت راپه برخه کوي اوخپلو موخو ته پهرسیدا کې له ماسره ډيره مرسته کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4098826

captcha